ژبه

ارګ: نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر جنایتونو سترګې نه پټوي

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٨): ارګ د کابل چاودنې ته په اشاره چې طالبانو يې مسووليت اخيستى، وايي، له دې ډلې سره سوله به چې بې ګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري، یوه بې معنا سوله وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار لس بجې د کابل ښار عبدالحق څلورلارې ته نږدې د لومړي مکروریانو پر عمومي واټ ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

د دې پېښې مسوولیت طالبانو منلی دی.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار نهمې ناحیې په ملکي سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره متاسفانه زموږ یو شمېر بېګناه هېوادوال ووژل او ټپیان کړل.

سرچينه زياتوي: "طالبانو ادعا کړې چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یې په نښه کړی، په داسې حال کې چې د دغه تروریستي برید ثبت شوي تصویرونه او فلم په وضاحت سره ښیي چې د دغه خونړي برید قربانیان ملکي وګړي دي."

د خبرپاڼې په حواله، بین المللي ټولنه باید د طالبانو کړنو ته په پام پوه شي چې له څه ډول جنایتکارې او خونخوارې ډلې سره په معامله کې دي؛ هغه ډله چې هره ورځ په ملکي کسانو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي او بېګناه خلک په وینو لمبوي.

سرچينه وايي، له نړۍ څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمه دا ده چې د دې ډول جنایتکارو او وحشي اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، د دې او نورو تروریستي ډلو اصلیت چې یواځې د بې ګناه خلکو وژل دي، وپېژني.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر غني د طالبانو دغه جنایتکاره عمل پر کلکو ټکو غندي او وایي: "له دغې ډلې سره به سوله چې زموږ بې ګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري او نه یې پېژني، یوه بې معنا سوله وي."

سرچینې ويلي، بین المللي ټولنه باید د طالبانو تروریستي ډله د بشريت ضد جنایتونو مسووله وبولي او د هغوی په ناوړه کړنو سترګې پټې نه کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، ولسمشر غني اړوندو مسوولینو ته د لارښوونې ترڅنګ چې د دې پېښې ټپیانو ته په رسېدنه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي، د قربانيانو کورنیو ته خپل د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربادر کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې نن سهار د دوی یوه کس د کابل ادارې څلوېښتم ریاست په نظام قراول کې د بهرنیانو پر کاروان ځانمرګى  برید کړی دی.

مجاهد ادعا کړې چې په دغه برید کې د بهرنیانو درې لنډکروزر موټر ویجاړ شوي، ۱۲ بهرني او ۸ د کابل ادارې د ملي امنیت عسکر په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.