کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): ارګ وايي چې ولسمشر غني د ننګرهار د وروستۍ پېښې په غبرګون کې د ملي امنيت لوى رئيس معصوم ستانکزي استعفا منظور کړه.
له ارګ څخه په خپره شوې ويډيو کې راغلي چې نن د ولسمشر محمد اشرف په مشرۍ امنيتي غونډه جوړه شوه.
په دې ويډيو کې ولسمشر وايي، نننۍ غونډه د جلال اباد د پرون شپې د ناوړه غميزې او تراژيدي په اړه ده. د جلال اباد په پېښه کې د داعش پر ضد د عملياتو په نوم د يوې کورنې څو ځوانان په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام وايي چې د ملي امنیت ٠٢ قطعې تېره شپه په جلال اباد ښار کې څلور ملکي وګړي چې ټول وروڼه وو، په شپني عملياتو کې وژلي دي.
خو ولسمشر په دې اړه وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړي مسوول په توګه ماته د هيڅ ملکي وګړي او شخص وژل د منلو نه دى. زه غواړم د وسله والو ځواکونو د سراعلى قوماندان په توګه دا پېښه تر اخره جدي تعقيب کړم."
د هغه په وينا، له بده مرغه دا يوه غميزه نه ده، دې ته ورته غمېزې پخوا د ننګرهار په خوګيانو، د پکتيا په زرمت او لوګر کې تکرار شوي، ده په خپل وخت کې د دې پېښو د تحقيقاتو امر کړى و، پلاوي وټاکل شول، څېړنې وشوې، د عملياتو په شکل کې بدلون راغى او د پوځي عملياتو طرز العمل بدل شو، خو دا اقدامات کافي نه دي.
ولسمشر وايي: "مسوولين د دغسې غميزو په مخنيوي کې پاتې راغلل، څو شېبې وړاندې مې په ډېرې خواشينۍ سره د ملي امينت د پخواني رييس استعفا منظور کړه."
نوموړي د معصوم ستانکزي په نورو برخو کې د مثبتو کارونه مننه وکړه، خو ويې ويل: "اما دلته د مسووليت منل ضروري وه او په خواشينۍ سره سره ما د دوى استعفا منظوره کړه."
ده زياته کړه، زيانمنۍ کورنۍ او ولس عدالت غواړي، نو په دې اساس د افغانستان لويې څارنوالۍ ته لارښوونه کېږي چې د جلال اباد پېښه د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې په جدي ډول وڅېړي. که هر څوک، هر پوځي او چارواکى ملامت وپېژندل شو، بايد له قانون سره سم چلند ورسره وشي.
غني وايي: "د دغې غميزې په خاطر ټول ملت، د ننګرهار ولس او د قرباني شوې کورنۍ غړو ته تسليت وايم. زه په دې پېښه ډېر دردېدلى يم، د دې خاورې د هر وګړي درد زما او ټولو مشترک درد دى او نن ټول غمجن يو."
ولسمشر دغه راز په کابل کې د طالبانو له خوا د ننني موټر بم چاودنې په اړه وويل: "بله خوا نن طالبانو په کابل کې يوه بله غميزه رامنځ ته کړه، دوى په کابل کې د عامو خلکو په منځ کې له بمونو ډک موټر منفجر کړ او طالبانو په بې شرمۍ سره د دې غمميزې مسووليت ومانه. زما پيغام ملت ته همېشه د سولې پيغام دى او د طالب پيغام همېشه د انتحار، انفجار او وحشت پيغام دى؛ دغه ظالمانه او وحشيانه بريد غندم او د دې برېد د قربانيانو کورنۍ تسليت وايم."
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار لس بجې د کابل ښار عبدالحق څلورلارې ته نږدې د لومړيو مکروریانو پر عمومي واټ نننۍ چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۴۲ نور ټپیان دي. د دې پېښې مسوولیت طالبانو منلی دی.
login or register a new account.