کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په فراه ولايت کې ١٣ کسان د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې د وږي په ١٥مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د فراه په بکواه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې له یاد زندانه ١٣ کسان ازاد شوي دي.
په خبرپاڼه کې د زندانيانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو زياته شوې چې دغه زندان د طالبانو د پنځوس کسيزې ډلې د قوماندان سيف الله اړوند و.
سرچينه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال يو طالب هم نيول شوی دی.
دغه راز له دغه زندانه دوه ازاد شوي زندانيان عبدالحق او خواجه محمد وايي چې اته مياشتي وړاندې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ د طالبانو له لوري نيول شوي وو او د فراه په بکواه ولسوالۍ زندانيان وو.
د دوى په وينا، د ملي پوليسو په ليکو کې يې دنده درلوده چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو له لوري ازاد کړاى شول.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د وسله والو طالبانو زندانونه د حکومتي ځواکونو له لوري مات شوي او يو شمېر کسان ترې راخوشي کړاى شوي دي.
login or register a new account.