ژبه

په کابل ښار کې چاودنې درې کسان ټپيان کړل

کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې دچاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې  مروه اميني د وږي په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو او ١٥ دقيقو د څلورمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې شوې ده.

هغې زياته کړه، چاودنه د سليم کاروان او شهيد څلور لاري ترمنځ پر عمومي سړک د چسپکي ماين له امله شوې ده.

اميني وويل، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د دفاع د پخواني وزير احمد شاه مسعود د وژل کېدو تلين نمانځل کېږي او پلويان يې په کابل ښار کې ګرځي او ډزې کوي.

login or register a new account.