ژبه

وسله والو طالبانو د لوګر د ترافيکو مدير وژلى

پل علم (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : وسله والو طالبانو د لوګر ولايت د ترافيکو مدير له يوه بل کارکوونکي سره وژلى دى.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوګر د ترافيکو سرپرست مدير اجمل عبدالرحيمزى له خپل يو بل کارکوونکي سره پرون کابل ته روان و چې په محمده اغې ولسوالۍ کې طالبانو له موټره ښکته کړى.

ده زياته کړه، دغه کسان لومړى وسله والو طالبانو له ځان سره بيولي، بيا يې وژلي چې جسدونه يې  نن سهار د يادې ولسوالۍ په زاهد اباد سيمه کې موندل شوي دي.

نوموړي وويل، ترافيک د جګړې خلک نه دي، د خلکو خدمت کوي او وژل يې جنايت   دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع