غزني ښار (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): په غزني کې د محصلينو پر موټر چاودنه شوې چې په کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د علي لالا په سيمه کې د محصلينو پر کاسټر موټر چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې دغه چاودنه مرګ ژوبله لري خو کره شمېره یې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
دغه راز د غزني د ملکي روغتون مشر، ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې يو جسد او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
ده وويل: ((موټر چلوونکی وژل شوى، پنځه تنه ټپيان شوي او په دغه کاسټر موټر کې سپرو لسو نجونو شوک ليدلى دى.))
د همت په وينا، د شوک ليدلو نجونو او ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن