کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان پر ټاکنيزو او سياسي غونډو د طالبانو بريدونه غندلي او د دغه ډول بريدونو مسووليت اخیستل يې جنګي جرم بللى دى.
دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون په پروان ولايت کې د دولت ساز ټاکنيز ټيم پر يوې غونډې ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ٣٠ کسان ووژل شول او تر ٦٠ زيات ټپيان وو. د دې ترڅنګ په ځينو ولايتونو کې هم دغه ډول بريدونه او چاودنې شوې دي.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان له خوا د وږي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژر تر ژره پر سياسي او ټاکنيزو غونډو بريدونه ودروي.
د دغه سازمان د اسيا برخې مسوولې پټريکا ګوسمان ويلي: ((پر ټاکنيزو او سياسي غونډو د طالبانو بريدونه د وېرې رامنځته کولو لپاره ترسره کېږي، څو ټاکنيزې پروسې کمزورې او افغانان د رايو له حق څخه محروم کړي.))
هغه زياته کړې، د دې ډول بريدونو مسووليت اخيستل د جنګي جرمونو په زمره کې راځي.
د نوموړې په وينا، طالبان په خپلو بريدونو کې د جګړې قوانين تر پښو لاندې کوي او ډېرى مهال ملکي وګړي په نښه کوي.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان دغې مسوولې ادعا کړې چې پر پوځي هدفونو د طالبانو د وروستيو بريدونو له امله ملکي وګړي زيانمن شوي دي.
مېرمن ګوسمان وايي، ټاکنيزې غونډې په نښه کول دا په ډاګه کوي چې طالبان د ملکي وګړو ژوند ته درناوى نه لري .
خو طالبانو له دې مخکې په خپلو خبرپاڼو کې له ټاکنو سره مخالفت ښودلى او پر ټاکنيزو غونډو د بريدونو ګواښونه يې کړي دي.
د پرونيو بريدونو په اړه طالبانو ادعا کړې ده چې امنيتي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن