Language

په ګردېز کې د يوناما دفتر د ساتونکو قوماندان ووژل شو

ګردېز (پژواک، ٣ تله ٩٨) : د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د خپلمنځي نښتې له امله د ملګرو ملتونو د يوناما ددفتر د ساتونکو قوماندان له يوه بل پوليس سره ووژل شول.

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمدعثمان جانباز د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شې وه.

هغه زياته کړه، د يوناما د ساتونکو قوماندان او يو پوليس تر لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته کړې چې په ترڅ کې يې قوماندان او ياد پولیس دواړه وژل شوي.

جانباز وايي، د پېښې کره څرنګوالى نه دى معلوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

يوناما تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.