کابل (پژواک، ٤ تله ٩٨): د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د تلې په ٤مه د دغه وزارت د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د تخنیکي چارو مرستیاله جمیلې نورستانۍ او د یادو خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو د مسوولینو ترمنځ نن رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شول.
د دغه وزارت وياند ضياءالحق فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک بنسټیزه موخه دا ده چې د دولتي ادارو ترڅنګ خصوصي سکتور هم د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
هغه زياته کړه، دغه خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د دغو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته د شهیدانو ټولو پر شرایطو برابرو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته په خپله هره تحصیلي دوره کې د وړیا سکالرشیپونو او ځانګړي تخیف امکانات برابروي او په هوکړه لیک کې په ذکر شوي شمېر معلولیت لرونکي وکړي او د شهیدانو وارثین به په خپلو پوهنتونو او موسسو کې د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.
دى وايي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د یوه دولتي نهاد په توګه ژمن دی، ټولو هغو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته چې له دې وزارت سره یې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د لوړو زده کړو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، د مالیاتي معافیت، په دولتي بستونو کې د دوی د محصلینو د جذبولو، انټرنشپونو برابرولو، سیمینارونو جوړولو او نورو ګټورو برخو کې هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.
فضلي وايي، دغه هوکړه لیکونه اوسمهال یوازې د کابل ولایت له یو شمېر خصوصي پوهنتونو او لوړه زده کړو موسسو سره لاسلیک شوه او په راتلونکي کې به دا برنامه (د شهیدانو له وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ ملي پروسې په نامه) په ټول هېواد کې له خصوصي پوهنتونونو، لوړه زده کړو موسسو، خصوصي روغتونونو او ښوونځیو او نیمه د لوړو زده کړو موسسو سره لاسلیک او د هېواد په کچه به وغځېږي.
login or register a new account.