ژبه

په مخابراتي شبکو کې ځینو ستونزو د ټاکنیز بهیر پر رسنیز کېدو منفي اغېز درلود

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د رايې ورکولو د ننني بهير پر مهال د مخابراتي شبکو کم فعاليت او د انټرنېټ کمزورتيا په ځينو ولايتونو کې د دغه بهير پر چټکوالي، رسنيز کېدو او معلوماتو ترلاسه کولو منفي اغېز درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېره ورځ ويلي وو چې د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي ګواښونو او ننګونو سربېره هم د ټاکنو ترسره کېدو پر مهال به هېڅ مخابراتي شبکه خپل فعالیتونه بند نه کړي.

خو په ځينو ولايتونو کې د پژواک خبري اژانس خبريالانو راپور ورکړى چې نن له سهار راهيسې په ځينو سيمو کې ټيلېفوني شبکو کار نه کاوه، خو وروسته يې فعاليت پيل کړ.

دغه راز د انټرنېټ ضعيفوالي هم دغه پروسه يو څه ټکنۍ کړې وه.

په هرات ولايت کې د طالبانو د ګواښ له امله په ټولو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه قطع شوي وو.

د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي، طالبانو د ټاکنو بهير د ګډوډولو لپاره له تېرې شپې راهيسې خوځښتونه لرل او د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې يې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړې وې.

د هرات د ټاکنو کمېسيون مشر داوود صديق زاده وايي، د رايې اچونې د ٣٠٠ مرکزونو له جملې په ٢٤٣ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې او له ٢١ مرکزونو څخه چې د لويې لارې په اوږدو کې موقعيت لري، د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له امله يې په اړه معلومات نه لري.

په بغلان کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سلام په ګډون ټولې مخابراتي شبکې تړلې دي چې د پژواک خبريال د معلوماتو له مخې، همدې چارې د ټاکنو پر بهير ناوړه اغېز درلود؛ ځکه ګڼ شمېر مرکزونو کې د رايې اچونې تخنيکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه کېده.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر نورالله پیغام وايي، د مخابراتي شبکو د بندښت له امله له ولسواليو څخه هېڅ معلومات نه لري، هلته يې د رايې اچونې صندوقونه لېږلي، خو په اړه معلومات نه لري.

په فارياب ولايت کې د سهار له خوا مخابراتي شبکو کار نه کاوه، غرمه مهال بيا روښانه شوې او ستونزه هواره شوه، خو انټرنېټ کار نه کاوه.

په جوزجان کې مخابراتي شبکې فعالې وې، خو انټرنېټ کمزورى و.

د دايکنډي په مرکز نيلي کې مخابراتي شبکې فعالې وي او انټرنېټ هم کار کاوه، خو ستونزه دا وه چې د دغه ولايت په ولسواليو کې مخابراتي شبکو کار نه کاوه.

په غور کې بيا انټرنېټ کار نه کاوه، خو مخابراتي شبکو فعاليت درلود.

د سمنګانو يواځې په مرکز ايبک کې مخابراتي شبکو او انټرنېټ فعاليت درلود او په ولسواليو کې يې کار نه کاوه.

په فراه ولايت کې يواځې سلام شبکې په ځينو سيمو کې کار کاوه، په همدې دليل د رايې اچونې له زياترو مرکزونو معلومات نه ترلاسه کېدل.

په بادغيس او سرپل ولايتونو کې هم له سلام شبکې پرته مخابراتي شبکې پرې وې او هم د همدې شبکو انټرنېټ هم کار نه کاوه چې له همدې امله د رايې اچونو له ډېرو مرکزونو معلومات ترلاسه نه شول.