ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: پرېږدئ رسمي بنسټونه وړونکى او بايلونکى اعلان کړي

صالح: پرېږدئ رسمي بنسټونه وړونکى او بايلونکى اعلان کړي

author avatar
30 Sep 2019 - 20:19
صالح: پرېږدئ رسمي بنسټونه وړونکى او بايلونکى اعلان کړي
author avatar
30 Sep 2019 - 20:19

​کابل (پژواک ٨ تله ٩٨): د دولت جوړوونکي ټيم مرستيال له نورو ټاکنيزو ټيمونو وغوښتل چې د لفظي شخړو او د لارې د سر ادبياتو په کارولو سره د خلکو ذهنونه نه مغشوش کوي او د ټاکنو د پايلو په اړه دې رسمي قضاوت ته غاړه کېږدي.

امرالله صالح دغه څرګندونې، نن ماخوستن په کابل کې په جوړه شوې خبري ناسته کې وکړې.

دوه ورځې مخکې (د تلې ٦مه) د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په ګډون په کې ١٣ تنو له يو بل سره سيالي وکړې او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې يې د تلې مياشتې په ٢٧مه اعلان شي.

عبدالله نن تر ماسپښين وروسته په خبري ناسته کې وويل: "کوم معلومات چې موږ ته له ولایتونو را رسېدلي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم رایې لوړې دي. ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي، زموږ ټیم ګټونکی دی."

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم مرستيال نورو ټاکنيزو ټيمونو ته په اشارې کولو سره وويل، د لفظي شخړو او د لارې د سر ادبياتو په کارولو سره دې د خلکو ذهنونه نه مغشوشوي او نه دې هم هغوى په خپله ولکه کې نيسي.

هغه زياته کړه: "خياباني رسم او رواج ته بايد خاتمه ورکړل شي او رسمي قضاوت ته غاړه کېښودل شي چې د هغه د ټاکنيزو کميسيونونو پرېکړه ده."

نوموړي له ټاکنيزو ټيمونو وغوښتل چې د ملت ارادې او قانون ته احترام ولري.

نوموړي د خپلو هغو څرګندولو په اړه چې ادعا يې کړې وه په ټاکنو کې د دوی ټیم له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رایې ګټلې دي، وويل: "ما چې د دولت ساز ټيم د برياليتوب خبره کړې وه، هغه يواځې يو اټکل و چې له ٣١٩زره رايو څخه چې له بېلا بېلو راى پاڼو څخه ترلاسه شوې دي، دولت ساز ټيم پورې ٢١٩زره اړوندېدې، په همدې حساب ما دغه خبره کړې وه."

خو ته په ډاګه کړه چې نه خپل ځان ته اجازه ورکوي چې له وخت وړاندې د ټاکنو په اړه قضاوت وکړي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي چې خياباني قضاوت وکړي.

صالح وويل، په ټاکنو کې د شويو درغليو مرجع د شکايتونو کميسيون دى او دوى په سلګونه د درغليو او سرغړونو موارد له همدې کميسيون سره ثبت کړي چې د دوى د حريفانو له خوا ترسره شوي دي.

د ده په خبره، دغه موارد دوى د دې لپاره نه رسنيز کوي چې د ټاکنو پروسه مختل نه شي او له همدې امله يې يواځې له ياد شوي کميسيون سره شريک کړي دي.

دى وايي، په ټاکنو کې اصلي برياليتوب د خلکو او امنيتي ځواکونو وو او له همدې امله له ټولو ځوانانو غواړي چې پرې نه ږدي تجريد شوې کړۍ هغوى بې باوره کړي، بلکې پر ځاى يې خپل اتحاد نه يواځې دا چې وساتي، بلکې لا يې مستحکم کړي؛ ټاکنې بايد د افغانستان د ثبات لامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.