Language

د غزني په جغتو کې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

غزني ښار (پژواک ٩ تله ٩٨): د غزني مسوولين د وسله والو طالبانو په بريد کې د نهو تنو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د والي وياند محمد عارف نوري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن مازيګر د غزني د حغتو ولسوالۍ په دره قياق سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په کې د يوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ده زياته کړه، دغه راز څلور نور ملکي وګړي او دوه امنيتي سرتېري په کې ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، په سيمه کې اوس هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د ولايتي شورا مشر نصيراحمد فقيري وايي، په قياق دره کې اوس هم يو شمېر ملکي کسان په جنګ کې بند پاتې دي چې که سيمې ته مرستندوى امنيتي ځواکونه ونه رسېږي، ښايي نورو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله واوړي.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د غزني جغتو له تېرو دوو کلورنو راهيسې د طالبانو په لاس کې وه چې اونۍ وړاندې دولت ونيوله، خو لا هم د دې ولسوالۍ په زياترو سيمو کې طالبان فعاليت کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.