کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې په دایکنډي ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.
د یاد وزارت له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ارزونې ښیي چې په روان کال کې پر مناسب وخت د اورښت له امله په دایکنډي کې د تېرو کلونو په پرتله د بادامو حاصلات ډېر شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په تېرو کلونو کې په دایکنډي کې له ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه د بادامو حاصلات راټولېدل؛ خو سږ کال به دغه اندازه ۲۵ زره ټنو ته ورسیږي.
دغه وزارت دې ته په اشاره چې تېر کال د وچکالۍ له امله په دایکنډي کې د باغدارۍ د حاصلاتو کچه نیمایي ته راښکته شوې وه وویل، د حاصلاتو د ډېرېدو یو لامل کافي اوبه، د مرضونو او افتونو کنټرول، د اصلاح شوو نیالګیو وېش او د معیاري باغونو جوړول دي.
د دایکنډي د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، بادام د دغه ولایت له عمده محصولاتو شمېرل کېږي چې ددغه ولایت په ډېری کرنیزو ځمکو کې د بادامو باغونه دي .
login or register a new account.