ژبه

نړيوال بانک له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې نږدې ١٠٠ ميليونه ډالر مرسته کوي

 

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٨): نړيوال بانک په افغانستان کې د ۹۸.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستې يوه نوې ټولګه د انرژۍ په برخه کې د دوو خصوصي پانګونو د تضمين، يوه پور او له طبيعي ګازه د انرژۍ د توليد د دوو پروژو د اړتيا وړ امکاناتو برابرولو لپاره منظوره کړه.‌

د ياد بانک له خوا د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژو هدف له داخلي منابعو د انرژۍ د توليد کچې لوړول او د افغانستان د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونو هڅول دي.

سرچينې زياته کړې، د نړيوالې پراختيا اداره د نړۍ تر ټولو بېوزلو هېوادونو لپاره د نړيوال بانک ګروپ د وړيا مالي مرستو څانګه، د ۱۲.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت يوه مالي‌ ټولګه د شبرغان له ګازه د انرژۍ توليدولو پروژې د پانګونې د تضمين لپاره برابروي.

نړيوال بانک ويلي، په ورته وخت کې د مزارشريف له گازه د انرژۍ توليدولو پروژې د ملاتړ لپاره د مالي مرستو ټولګه د لاندې برخو لپاره ځانګړې شوې ده:

  • د برېښنا د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو برابرولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت د جاري تعهداتو د تاديې د تضمين لپاره د نړيوالې پراختيا ادارې له خوا د ۱۲ ميليونه ډالرو مرستندويې ټولګې ورکول؛
  • login or register a new account.