کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٨) : د ماليې وزارت وايي، افغانستان د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره وکولی شول چې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام شپږ پړاوه ارزونه بریالۍ پای ته ورسوي.
د ياد وزارت له خوا د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت سرپرست او په بنسټيزو چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي په مشرۍ د افغانستان پلاوي، په دوبۍ ښار کې د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د چارو د مسوول کریستوفر ډونالډ په مشرۍ د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو او تخنیکي ډلې سره لیدنه وکړه.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان پلاوي او د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) ترنامه لاندې پروګرام د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات د یوې اوونۍ (د ۱۳۹۸ تلې میاشتې ۱۱- ۱۸ پورې) تر بررسۍ او غور لاندي ونیول.
د ماليې وزارت ويلي، په دې ارزونه کې اقتصادي اصلاحات، د مالي سکټور اصلاحات او مدیریت، په بانکي سکټور کې اصلاحات، د ملي عوایدو راټولېدل، د ستر اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده، له اداري فساد سره مبارزه، په کړکېچنو حالاتو کې پرمختګ ته لاسرسی او د افغانستان یو شمېر نور شاخصونه تر غور او ارزونې لاندې ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د اعتباري اسانتیاوو ترنامه لاندې پروګرام له اړخه د یادو شاخصونو په ترسره کېدو کې د افغانستان له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه، چې ویې کړای شول د نظر وړ شاخصونه په بریالۍ توګه بشپړ کړي.
سرچينې ويلي، دغه راز باید د افغانستان حکومت د روان مالي کال تر وروستیو ځیني معیارونه هم بشپړ کړي، چې له تائید وروسته به د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوی، ۷،۴ میلیونه امریکایي ډالر د افغانستان حکومت ته ورکړي،چې د دې پروګرام په پای ته رسېدو به افغانستان ته د یاد بانک له خوا د تشویقي پیسو کچه ۴۴.۴ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسیږي.
د یادونې ده چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام کې ورګډ شو او دغه پروګرام شپږ پړاوونه لري. له ۲۰۱۶ کال راهيسې افغانستان توانېدلی چې شپږ پړاوه دوه اړخیزه ژمنې بریالۍ ترسره کړي. د هر پړاو په بشپړېدو افغانستان کولی شي ۶،۲ میلیون امریکایي ډالره ترلاسه کړي.
login or register a new account.