کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٨): د افغانستان د هوايي ځواک ٢٢ پیلوټانو چې د چک په جمهوریت کې په زده کړه بوخت وو، نن يې د فراعت سندونه ترلاسه کړل.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه چې په پراګ کې د افغانستان د سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلى دى.
سرچينه زياتوي، په دې مراسمو کې په چک کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي د هېواد د هوايي ځواک پیلوټانو ته چې خپلې زده کړې یې په بریالیتوب بشپړې کړي، د فراغت مبارکي وویله او هغوی ته یې د افغانستان د هوايي ځواک په ليکو کې د بریالیتوب هيله وکړه.
نوموړي د افغان پیلوټانو لپاره د دې روزنیز پروګرام د برابرولو له کبله د امریکا د متحده ایالاتو، ناټو تړون او په ځانګړې توګه د چک جمهوریت نه مننه وکړه او هيله یې څرګنده کړه چې دا روزنیز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام وکړي.
ده نوي فارغ شویو افغان پیلوټانو ته په خطاب کې وویل: "زه د خپل هېواد پر ملي اردو او هوايي ځواک افتخار کوم او پر تاسو ویاړم چې په بریالیتوب سره مو خپلې زده کړې بشپړې کړې او بېرته هېواد ته ستنېږئ."
هغه زیاته کړه، سوله د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه او د افغان دولت لومړیتوب دی، د افغانستان دولت په هېواد کې د یوې دایمي او باوقاره سولې ټینګښت ته ژمن دی.
د ده په خبره، په افغانستان کې روان جنګ د اسلامي هېوادونو او اسلامي منابعو له خوا غیر مجاز بلل شوی او باید دا جنګ او وینه تویونه پای ته ورسیږي.
سفير وايي، د یوې دایمې او با وقاره سولې ترلاسه کېدو پورې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون او جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.
اريوبي وويل، افغانستان د فرصتونو خاوره ده، همداسې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر تل وايي چې افغانستان د سیمې اقتصادي، او تجارتي څلورلارې ده او ټولو هېوادونو د وصل نقطه ده او زموږ هېواد د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره بالقوه ځواک لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د چک جمهوريت د دفاع وزارت مرستيال رډو مير ياهودا (RADOMIRYAHODA)، د امريکايي کمپنۍ استازي ليزلي کيت (Leslie Keith) او د لام براها شرکت استا.ی جان روسیک (Jan Roucek) هم ګډون کړى وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن