کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د لوړو زدهکړو د وزیر په مشرۍ په کازان کې د «روسیې او اسلامي نړۍ» ۱۷مې نړۍوالې ناستې په څنډه کې د کابل او مسکو ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ناسته د دغه وزارت د وزیر شیخ نداءمحمد ندیم په مشرۍ د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې ناستې موخه د ا.ا او فدراتیفې روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د پانګونې جلبول ښودل شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزیر مولوی نداءمحمد ندیم ویلي چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد او اسلامي نړۍ د یوه مهم غړي په توګه له نړۍوالې ټولنې سره د متوازن او مثبت تعامل غوښتونکی دی او اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او متقابل درناوي پر اساس خپله بهرنۍ تګلاره ټاکي چې د فدراتیفې روسیې له خوا د افغانستان ا.ا په رسمیت پېژندل هم د دغه سیاست پایله ده.
د ده په خبره، افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت پر اساس کولی شي د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او نورو سیمو ترمنځ د اقتصادي اتصال د نقطې په توګه مهم رول ولوبوي.
ندیم ویلي: «افغانستان او روسیه د ډیپلوماتیکو اړیکو نوي پړاو ته داخل شوي چې دا د مثبت تعامل او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.»
د لوړو زدهکړو وزیر ویلي: «نن ورځ نړۍ تر بل هر وخت زیاتو خبرو اترو، متقابل احترام، عدالت او د ګډو ګټو پر اساس همکاریو ته اړتیا لري، موږ باور لرو چې امنیت، پرمختګ او سوکالي هغه وخت ګټور کېدای شي چې ملکونه د مقابلې پر ځای د تفاهم او همکارۍ لار غوره کړي.»
سرچینه زیاتوي، د لوړو زدهکړو وزیر د سیمهییزو همکاریو برخه کې د روسیې رغنده رول ته په کتو هیله وښوده چې په راتلونکي کې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې او اغېزناکې شي.
د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین «الیکسي ګرزو اوف» هم د یاد کمېسیون ناسته د افغانستان او روسیې د اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې پانګونې پراختیا برخو کې مهمه بللې او هیله یې ښودلی چې ښې پایلې ولري.