منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اقتصادي

۴۱ راپورونه

راپورونه

افغان او اوزبېکستاني چارواکي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي

افغان او اوزبېکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي او دغه‌راز راتلونکې میاشت به ۱۰۰ اوزبېک سوداګر کابل ته راشي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه…

یواېن‌ډي‌پي: افغانستان کې اقتصادي ستونزو پایداره تدابیرو ته اړتیا ډېره کړې ده

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) وایي، اقتصادي فشارونو، د نړۍوالو مرستو کمېدو، وچکالۍ او د کډوالو بېرته راستنېدو تېر کال په افغانستان کې د کورنیو د ژوند وضعیت لا سخت کړی او د پایداره…

متقي د ترکيې له شارژدافیر سره د مخه‌ښې ليدنه کې د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پراختیا غږېدلی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزير په کابل کې د ترکيې د سفارت له شارژدافیر سره د دوه‌اړخیزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو د سياسي او اقتصادي…

مولوي عبدالکبیر: په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

پوهان: د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د کار، اقتصادي پراختیا او داخلي تولیداتو ښه‌والي زمینه برابره کړي

د چارو پوهان د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه بامیان کې د ګرځندوی فصل په رارسېدو سره وايي چې د ګرځندوی صنعت وده کولای شي د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، اقتصادي پراختیا او د داخلي تولیداتو د ښه‌والي لامل شي.

غړي

د علومو اکاډمي کې د اسلامي نظام اقتصادي مسوولیتونو په نوم علمي سیمینار جوړ شو

کابل کې د یوه څېړنیز سمینار ګډونوالو وویل چې بهرمېشتي افغان پانګه‌وال دې په هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي، د پانګه‌والو د لا خوندیتوب لپاره دې تدایبر ونیول شي، پر افغانۍ د باور کچې لوړولو ته دې کار وشي، کرنه دې میکانیزه او د عشر او زکات لپاره دې تګلاره جوړه شي.

غړي

احمد شرع د سعودي عربستان له ولیعهد سره د بشري او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې

د سوریې د انتقالي حکومت رییس احمد شرع سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولیعهد سره د بشري او اقتصادي همکاریو او د راتلونکي لپاره د انرژۍ، ټکنالوجۍ، زده‌کړو او روغتیا برخو کې د پراخو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

د منرالونو د اولویت‌بندۍ سند او د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس طرحه د تاییدوړ وبلل شول

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د منرالونو د اولویت‌بندۍ سند، د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس طرحه او د کمال‌خان بند د دویم فاز د امکان سنجۍ په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور تایید شول.

غړي

جلالي: روسیه دې پایلې ته رسېدلې چې ا.ا په سیمه کې یو ښه سیاسي او اقتصادي شریک کېدای شي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.

غړي

کریمي: اسلامي امارت غواړي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو وصل شي

په چین کې د افغانستان سفیر وایي، اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسي په درلودو سره دې ته لومړیتوب ورکوي چې تر ټولو مخکې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتې توګه وصل شي.

نور راپورونه