کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵): افغان او اوزبېکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي او دغهراز راتلونکې میاشت به ۱۰۰ اوزبېک سوداګر کابل ته راشي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د اوزبېکستان د تاشکند ولایت له والي ظاهر میرزایف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې زیاتوالي او د متقابلو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، مولوي احمدالله زاهد افغانستان د پانګونې لپاره مناسب بازار وباله او د اوزبېکستان پانګهوال یې وهڅول چې د صنعت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي برخو په شته فرصتونو کې پانګونه وکړي.
زاهد د تاشکند والي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او شته فرصتونه له نږدې وګوري.
سرچینې لیکلي، د تاشکند والي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ، د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د تاشکند والي ژمنه و کړه چې د روان کال د جولای میاشت کې به له شاوخوا سلو اوزبېک سوداګرو سره کابل ته سفر وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دا ډول لیدنې به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او د ګډو پانګونو لپاره به نوې زمینې برابرې کړي.
د راپورونو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد پرون د یوه پلاوي په مشرۍ د تاشکند د پانګونې نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره اوزبېکستان ته تللې دی.