کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل کې د روسیې سفیر د یاد وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې دواړو لورو د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
منصور ویلي: «مونږ د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو، په ځانګړې توګه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږد، تخار، بغلان، هرات او غزني ولایتونو کې د بند جوړونې او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.»
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژه د دوو مترو مکعب اوبو د لېږد ظرفیت لري، په بشپړېدو سره به یې د کابل شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکي د څښاک له پاکو اوبه برخمن شي.
د پنجشېر سیند د اوبو لېږد پروژه چې د دغه ولایت له بازارک سیمې د کابل تر ترهخېلو پورې ۱۷۰ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، لګښت یې د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي او د دې پروژې چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د روسیې له سفیر څخه مننه وکړه چې اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له لېسته وایست او زیاته یې کړه چې دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د لا زیاتوالي لامل شي.
د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې تېره اونۍ د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لېست څخه وایست.
د سرچینې په حواله، کابل کې د روسیې سفیر د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې د پانګونې په هکله اړین معلومات شریک کړي.
د یاد هېواد سفیر د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP