کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د عمان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره د یاد هېواد په پلازمېنه مسقط کې لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او ډاډ یې څرګند کړی چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له پخوا د افغانستان د هوساینې او پرمختګ برخه کې مثبت دریځ لري او غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته هیله ښودلې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ به په بېلابېلو کچو ناستې دوام وکړي څو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر فرصتونو مسلسلې خبرې او عملي کار وشي.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځته کول او سراسري امنیت ټینګېدل د افغان حکومت مهمې لاستهراوړنې بللې او دا یې د بهرنۍ پانګونې، په ځانګړې توګه د عمان د سلطنت او عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت بللی دی.
متقي له عماني لوري مننه کړې چې په مسقط کې يې د افغانستان سفارت ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده چې په دې لړ کې افغانانو ته د عمان د کار د ویزو ورکړه، عمان ته د افغاني توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو برابرول یې د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل چې ګډ کار به ورباندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP