منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اړیکې

۲۴ راپورونه

راپورونه

متقي: زموږ سیاست متوازن دی او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشر او سترې محکمې د رییس په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه غندلې ویلي یې دي چې اسلامي امارت متوازن سیاست لري او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل غواړي

عراقچي: د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ارزښت وړ دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان و ایران ترمنځ اړیکې د ارزښت وړ بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي هوکړه‌لیکونه، په ځانګړي توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو برخه کې هوکړه‌لیک باید وڅارل شي.

غړي

د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کالیزه ونمانځل شوه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځ‌غونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.

غړي

متقي: د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په ښه کېدو دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړېکو، په دوحه کې د م.م په نوښت د راتلونکې ناستې په اړه او پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

غړي

بلال کریمي: د افغانستان او چین ترمنځ د لوړې کچې دیپلوماتیکي اړیکې یو مثبت او مهم پرمختګ دی

په چین کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانکې له مرستیال سره په لیدنه کې کابل کې د سیمه‌ییز تماس ډلې هېوادونو د لومړنۍ کېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي.

غړي

متقي: د افغانستان- ایران د اړیکو پياوړتیا او پراختیا د ښې راتلونکې ښکارندويي کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران له ځينو لیکوالانو، د رسنیو مسوولینو، څېړونکو او ژورنالېستانو سره په لیدنه کې ویلي چې بهرنۍ تګلاره یې د هېچا تر اغیز لاندي نه ده او د افغانستان- ایران اړیکې «تقویت او پراختیا» لورې ته روانې دي.

غړي

د سن‌پټرزبورګ نهم نړۍوال فرهنګي فورم؛ فراهي: د هېوادونو او نړۍ اړیکې د فرهنګي ډیپلوماسۍ له لارې پراخېدای شي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال د روسیې د سن‌پټرزبورګ ښار په نهم نړۍوال فرهنګي فورم کې ویلي، د هېوادونو او نړۍ اړیکې د فرهنګي ډیپلوماسۍ پر اساس پراخېدای شي.