کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): د امریکا مالیې وزارت ویلي چې القاعده په افغانستان کې د قوي کېدو په حال کې ده او دغه ډله د سلاکارانو او مربیانو شبکې له لارې له طالبان سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

د امریکايي رسنیو راپورونو له مخې، د امریکا مالیې وزارت ویلي، د حقاني شبکې مهمو غړو د القاعدې په بودجه او همکارۍ د وسله والو جنګیالیو د تازه ګډ واحد جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي، دغه راز د افغانستان په سرحدي برخو کې د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو تحریک د جنګیالیو فعالیت له امله اندېښنه څرګنده شوې ده.

د امریکا مالیې وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو په اړه د پنټاګون د مالي سرچینو پلټنې ادارې د پوښتنې او ځواب په دې طرحه کې د القاعده پیاوړې کېدا منلې ده.

د امریکا مالیې وزارت زیاته کړې: ((تر ۲۰۲۰ کال پورې، القاعده په افغانستان کې د قوي کېدو په حال کې وه، په داسې حال کې چې د دې ډلې په همکارۍ د طالبانو فعالیت دوام لري. القاعده اوس هم په پراخ ډول د همفکره پلویانو په مالي مرستو او پر هغو کسانو چې باور لري، د د دې ډلې مرسته شوې پیسې په بشردوستانه یا خیریه چارو مصرفوي، تکیه ده.))

د سرچینې په خبره، د راپور په یوه برخه کې راغلي، داعش ډله هم د افغانستان په داخل او بهر کې د حوالې له لارې پیسې انتقالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال په تله میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، د القاعدې مهم مشران لا هم په افغانستان کې دي او د القاعدې مشر ایمن الظواهري له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د داعش، القاعدې او طالبانو لپاره د ملګرو ملتونو د نظارتي ډلې همغږي کوونکي ایموند فیتون برون امریکا غږ ته ویلي، طالبانو له امریکا سره د خبرو پر مهال څو ځلې له القاعدې سره مشوره کړې او غیر رسمي ضمانتونه یې ورکړي چې له القاعدې سره به خپلې تاریخي اړیکې ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس هم څه موده مخکې د ولسي جرګې وکیلانو ته په ځواب کې ویلي وو، په افغانستان کې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې په خپل ځای پاتې دي.