مزارشریف (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بلخ کې یوې غونډې ته وویل، که څوک پر افغانستان د تېري خیال لري او یا یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، له تېرو دې درس واخلي.
دغه غونډه نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي، د بلخ والي، ولایتي چارواکو، علماوو، د خلکو استازو، زده کړیالانو او عامو خلکو په ګډون جوړه شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په دغه غونډه کې وویل چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې چا ته پر خپله خاوره د حاکمیت اجازه نه ده ورکړې.
هغه زیاته کړه: «که څوک زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او یا هم پر افغانستان د تېري سوچونه وهي، له روس، انګرېز او امریکا څخه دې درس واخلي.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وویل: «د افغانستان اقتصاد اوس پیاوړی دی او اسلامي امارت د خپل کلک هوډ په مټ په ډېرو مواردو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.»
هغه زیاته کړه، افغانستان په سیمهییزه او نړیواله کچه یو امن هېواد دی او سیاسي او اقتصادي اړیکې یې د پراخېدو په حال کې دي.
د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ نورمحمد حقاني هم په دغې ناسته کې خبرې وکړې، تېرې څه باندې څلور لسیزې یې د افغانانو لپاره له کړاوونو ډک وبلل او د افغانانو د حوصلې او مېړانې ستاینه یې وکړه.
هغه وویل: «د اسلامي امارت تر راتګ مخکې دلته د قومونو تر منځ اختلافات اوج ته رسېدلي وو، خو اوس لله الحمد ټول افغانان له متقابل احترام څخه برخمن دي.»
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا هم غونډې ته وویل چې اسلامي امارت د خلکو له منځه راټوکېدلی نظام دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر په سترګه ګوري.
په غونډه کې مخورو مشرانو د هېواد اوسنی یووالی بېساری وباله او ویې ویل چې خلک پر اسلامي امارت باور لري.