ژبه

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې تر ګاونډیتوبه نه دي رامحدودې

زرغونه صالحی

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۵

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر وایي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې په ګاونډیتوب پورې نه دي محدودې؛ بلکې جغرافیه، د خلکو اړیکې، سوداګري، ترانزیټ او تاریخي او امنیتي تحولاتو دواړه هېوادونه له یو بل سره تړلي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمدشکیب د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون (NDU) په یوه وینا کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان جغرافیه له یو بل سره تړلې ده او د دواړو هېوادونو د خلکو او ټولنو ترمنځ هم ژورې اړیکې شته.

د نوموړي په خبره، سوداګرۍ، ترانزیټ او د خلکو تګ‌راتګ د افغانستان او پاکستان اقتصادونه او ټولنې له یو بل سره تړلي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر زیاته کړې چې د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي تحولاتو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د دواړو هېوادونو امنیتي محاسبې یې په ژوره توګه له یو بل سره تړلې دي.

سردار احمد شکیب دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول سوداګریزو، ترانزیټي او امنیتي مسایلو تر اغېز لاندې پاتې شوې دي.