ژبه

بقایي: د ایران او افغانستان اړیکې به په بېلابېلو برخو کې دوام ولري

زرغونه صالحی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۱

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یوه «حقوقي ـ سیاسي» موضوع ده او تهران به په دې اړه یوې پایلې ته تر رسېدو وروسته پرېکړه وکړي؛ خو د ایران او افغانستان اړیکې به په بېلابېلو برخو کې دوام ولري.

ایرنا راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د ایران او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې دي او دواړه هېوادونه، د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه او پراخو فرهنګي او تاریخي ګډو ټکو ته په پام، باید په خپلو تعاملاتو کې د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسي او د اړیکو د پراختیا لپاره له شته اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ د رسمیت پېژندنې له بحث پرته، له افغانستان سره خپلې اړیکې په بېلابېلو برخو کې دوامدارې ساتلي او دوام به ورکړو. د رسمیت پېژندنې موضوع یوه حقوقي ـ سیاسي موضوع ده. هر کله چې یوې پایلې ته ورسېږو، په دې اړه به لازم تصمیم ونیسو؛ خو دا موضوع باید د دې لامل نه شي چې موږ په بېلابېلو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورنه کړو یا یې پیاوړې نه کړو.»