جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱) : د ننګرهار ولایت یو شمېر مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې په یو او بل نوم د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه څرګندونې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف او د بهرنیو چارو رئيس مولوي احمد د ایران په جلال آباد کې د ايران له قونسل سره په کتنه کې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې یو شمېر فرهنګیانو او ځایي ژورنالیستانو هم ګډون کړي وو.
د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان او ايران خلک تاريخي او فرهنګي اړيکو درلودلو تر څنګ ديني مشترکات هم لري، چې هيڅوک نه شي کولای د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ په يو او بل نوم اختلافاتو ته لمن ووهي.
د راپور له مخې، په دې ناسته کې د ننګرهار د بهرنيو چارو رئيس مولوي احمد، د راډيو تلوېزيون آمر مولوی امان الله عادل، د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف زهير، او يو شمېر نورو کسانو هم خبرې وکړې.
هغوی د ايران او افغانستان د خلکو په ديني او فرهنګي اړيکو هر اړخيزې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د يادو اړيکو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ایران قونسل مجید صادقي دولت آبادي د دواړو هېوادو د تاريخي او فرهنګي اړيکو په لا پياوړتيا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په اوسنيو حالاتو کې د ايران او افغانستان د خلکو تر منځ بايد په ټولو برخو کې اړيکې پياوړي او د دواړو هېوادونو خلک بايد په خپلو کې د راکړې ورکړې (سوداګرۍ) او د دواړو هېوادونو د ګډ فرهنګ په برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










