ژبه

تازه خبرونه
متقي: له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې مثبتې دي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې او پراختیا په اړه خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پرخپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سيف محمد الکتبي سره کتلي.

دی وایي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو، سوداگرۍ، د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمه‌ييزو چارو خبرې وشوې.

د تکل په خپره، د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزیر له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې بللې او هيله يې څرګنده کړې چې اماراتو ته د وروستي سفر پرمهال د شوو هوکړو له پلي کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداگريزې او ټرانزيټي اړيکې لا وده وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبر، یاده ناسته کې سيف محمد الکتبي د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې کابل ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د وروستيو هوکړو تعقيب دی.