ژبه

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس او د هند سفیر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

هجرت‌الله کاکړ

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۶

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې خونې رییس او په کابل کې د هند سفیر د صادراتو د زیاتوالي، لوژستیکي اسانتیاوو د ښه‌والي، سوداګریزو خنډونو لرې کولو او سوداګرو ته د ویزو په اخیستو کې د اسانتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي نن په کابل کې د هند له سفیر یتین پټېل سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، هاشمي په دې لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو بهیرونو پر اسانتیا، د اداري خنډونو پر لرې کولو او د خصوصي سکټور د بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

هغه هند ته د خپل وروستي سفر لاسته‌راوړنو ته په اشاره، د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو، کانونو او معدني توکو د صادراتو برخو کې د اقتصادي همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دغه‌راز د هدفمنو بازارونو پراختیا، د لوژستیکي زیربناوو ښه‌والی او د سوداګریزو ویزو کې د اسانتیا موارد د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره وړاندیز کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند سفیر د دغو وړاندیزونو هرکلی کړی او په یادو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو جوړول، تخصصي ناستې او د سوداګریزو پلاوو سفرونه د پلان په اجنډا کې شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې دغه لیدنه کولای شي د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو او اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.