Language

سره مياشت: په سوېل ختيځ زون کې د ملکي تلفاتو لوړ شمېر ته اندېښمن يو

ګردېز (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): په سوېل ختيځ زون کې د افغاني سرې مياشتې مسوولين وايي چې په دې زون کې د نورو هغو په پرتله ملکي تلفات زيات دي او په تېرو شپږ مياشتو کې لوړې کچې ته رسېدلي دي.

دوی دا خبرې په ګردېز کې د سرې مياشتې اوونۍ د نمانځلو پر مهال وکړې او ويې ويل چې د دې زون ټولې سيمې يې تر خدمتي پوښـښ لاندې دي.

د يادې ادارې د زون مشر سميع الله صديق وايي چې له يوه کال څخه په کمه موده کې يې په جګړه کې د ښکېلو او ملکي خلکو کابو ۹۰۰ جنازې لېږدولې دي، چې کابو ۱۵۰ يې يواځې په سپټمبر مياشت کې وې.
صديق اوسمهال غزني د سوېل ختيځ تر ټولو ناامنه ولايت ياد کړ او زياته يې کړه، هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې لومړی په ياد ولايت او ورپسې په پکتيا او نورو ولايتونو کې د ټپيانو د لېږد خدمتونه هم پيل کړي.
ده زياته کړه: ((زموږ د راپورونو له مخې، ملکي تلفات نظر نورو زونونو ته زموږ په زون کې زيات دي او دا زموږ يواځينۍ اندېښنه ده. د سرې مياشتې واقعي جوړښت دا دی چې سره مياشت بايد په هر هېواد کې پر خپلو پښو ودرول شي، خو دا چې زموږ په هېواد کې جګړه ده، نو سور صليب او د ځينو نورو هېوادونو سرې مياشتې په صحي او د بشري مرستو په برخه کې له موږ سره همکاري کوي.))
صديق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر يوه کال کې په سوېل ختيځ کې د جګړو له امله شاوخوا ۷۰۰۰ کورنۍ بې ځايه شوي، خو دوی د امکاناتو او بوديجې د کموالي له امله له دې ډلې يواځې له ۱۰۰۰ کورنيو سره بشري مرستې کړې دي.
د ده په خبره، په سوېل ختيځ کې د ۴۶۹ مېرمنو په ګډون کابو ۵۰۰۰ رضاکاران او ۲۹۰۰ غړي لري چې له دې ډلې يې هم ۳۴۵ مېرمنې دي.
نوموړی وايي: ((موږ سلګونه زړه سوري ماشومان او د هډوکو مريضان په کابل کې تداوي کړي او ځينې مو خارج ته لېږلي دي، ۱۹۷۸۸۵ کسانو ته مو صحي خدمتونه وړاندې کړي دي. دا نه ده چې موږ په ځانګړې اوونۍ کې له خلکو يواځې مالي مرستې راټولې کړو، بلکې په کليو او سيمو کې بايد خلک د سرې مياشتې اعضا او رضاکاران شي او د ستونزې او اړتيا پر مهال د سرې مياشتې په روحيه د سيمې له خلکو سره مرسته وکړي.))
د سرې مياشتې يو تن رضاکار شفيق الله وايي چې په بېلابېلو سيمو کې د ټپيانو او مړو پر لېږد سربېره له سېلاب ځپلو او بې ځايه شويو سره هم مرسته کوي.
نوموړي وويل چې هرې سيمې ته د هغې سيمې د اوسېدونکو په همغږي ورځي او تر دمه يې کومې مخالفې وسله والې ډلې د فعاليت مخنيوی نه دی کړی.
ده زياته کړه: ((سېلاب ځپلو سره مرسته کوو او هر ځای کې چې د خلکو ستونزه وي، تر وسه ځان ورته رسوو، همدارنګه بېلابېلې سروې ګانې هم تر سره کوو. هدف مو دا دی چې له جګړه ځپلو، قربانيانو او نورو خلکو سره مرسته وکړو.))
د سرې مياشتې د نهه کسيز سيار روغتيايي ټيم آمر ډاکټر قريشي افغان وايي، د فعاليت ډېر تمرکز يې پر هغو سيمو دی چې د نورو بنسټونو تر پوښـښ لاندې نه وي.
افغان وويل: ((موږ خلکو ته په وړيا ډول دواګانې ورکوو او هغه ماشومان خارج ملکونو ته ليږو چې زړونه يې سوري وي او اوس د يو نوي تفاهم له مخې يې اميري کمپلکس او صحت طفل ته ريفر کوو، د هغوی له معايناتو وروسته معلوميږي، چې دلته يې تداوي شونې ده او که بهر ته يې لېږدولو ته اړتيا شته؟))
افغاني سره مياشت تر ډېره د خلکو په مالي مرستو او بسپنو او د بېلابېلو نړيوالو بنسټونو په مالي او مادي همکاريو خپلې چارې مخ ته وړي.

login or register a new account.