کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): چارواکي وايي، کوچیان د هېواد لپاره ستر اقتصادي فرصت دی او د هغوی په ژوند کې د بدلون لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان عملي کوي.
دغه څرګندونې د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس حبیب الرحمن او د کندهار والي حیات الله حیات په کندهار کې د سوېلي زون د کوچیانو د سرخېلانو، متنفذینو او علماوو د انسجام په غونډه کې وکړې چې سلګونو کوچیانو په کې ګډون کړی و.
د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس حبیب الرحمن وویل، کوچیان د هېواد ویاړلی قشر دی چې د تاریخ په اوږدو کې يې د هېواد بې معاشه عسکري کړې او له ملي ګټو او ارزښتونو یې ساتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، مرکزي اداره د کوچیانو د ژوند د بدلون او سمون په موخه ۵ کلن ستراتيژیک پلان عملي کوي چې په دې برخه کې په خپله د کوچیانو رول ډېر مهم دی.
د ده په خبره، کوچي مشران باید راپورته شي، د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او د هغو پروژو د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي چې د کوچیانو لپاره پلي کېږي.
ده وویل، په دې توګه به د کوچیانو په ژوند کې نوي بابونه پرانیستل شي.
نوموړي له کوچي مشرانو وغوښتل چې کوچیان وهڅوي څو په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.
ده یادونه وکړه چې د کوچیانو د مالدارۍ د پالنې او حمایت په موخه به د صحي او غوره روغتیايي خوړو د چمتو کولو لپاره کار وکړي څو له دې لارې د هېواد اقتصادي بنسټونه تقویه شي.
د کندهار والي وویل، کوچیان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا بنسټ و، حکومت یو ځل بیا بنسټیز کار کوي څو کوچیان خپل پخوانی برم بیا تر لاسه کړي.
هغه ژمنه وکړه چې په کندهار کې د کوچیانو د ژوند د ښه والي لپاره د مېشت ځایونو او څړ ځایونو د تثبیت په موخه بنسټیر کار کوي.
ده څرګنده کړه چې په دې برخه کې کار جریان لري او بنسټیز ګامونه به اخیستل کېږي.
د یادونې ده، په کندهار کې دا مهال ۶۴زره کوچیان اوسېږي چې ۳۳ زره یې د څارویو د له منځه تلو له امله ځايي شوي او پاتې ۳۱ زره یې په عبوري توګه ژوند کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن