ژبه

ولسمشرغني: طالبان ترهګرو ډلو ته د فعاليت زمينه برابروي

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د امريکا د کانګرېس مشرې سره په ليدنه کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د امریکا د حضور  د نوعيت څرنګوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري.

له ارګ څخه د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ناوخته د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرېس د مشرۍ د نانسي پلوسي په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او په تېرو ۱۸ کلونو کې یې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همېشني مالي او سیاسي ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.

سرچينې زياته کړې، دغه راز ولسمشر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو چې د دواړو هېوادونو د ثبات، امنیت او ګډو موخو لپاره جنګېدل، قدرداني وکړه.

ولسمشر غني په ولسواکو پروسو کې له افغانستان سره  د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې په خاطر مننه وکړه او ويې ویل، له امریکا سره د افغانستان مشارکت پایداره و او پایدار به پاتې شي.

هغه زیاته کړه : " د سپتمبر د ۱۱ تراژېدۍ زموږ هېوادونه سره متحد کړل، موږ له افغانستان څخه د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو. "

ولسمشر غنی د سولې په اړه وویل، سوله ورته لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.

هغه څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.

په دغه کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتولۍ، له تروریزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تلپاتې سولې يې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټينګار وکړ.

ولسمشر همدارنګه د تهدیداتو کُلي وضعیت تشریح کړ او ويې ویل، القاعده او داعش لا هم افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي، موخه یې داده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.

اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو د بریالي ترسره کېدو په اړه وویل، "زموږ هېوادوال د ټولو ګواښونو باوجود د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړل او امنیتي او دفاعي ځواکونو مو په بې پرې توګه د دغه ملي بهیر امنیت ټینګ کړ. "

ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي وویل، په افغانستان کې دامريکا د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هېواد کې د هغو ترهګرو کوربه وو چې پر دوى يې برید وکړ .

هغې زياته کړه : "موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي. "

نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرېس کې ددوى لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.

پلوسې څرګنده کړه، : "موږ  ستاسې لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز  د  امریکاله متحدو ایالتونو سره د دوامداره دوستۍ په خاطر ستاسې د هڅو درناوی کوو او زموږ لپاره د دغو ګډو لاسته راوړنو ساتنه لومړیتوب لري. "