ژبه

د يو ترافيک د وهلو په تور د بلخ د عامه نظم قوماندان نيول شوى

کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پوليسو هغه قوماندان نيول شوى چې د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې يې يو ترافيک وهلى و.

د کورنيو چارو وزارت دا اقدام وروسته له هغه کړى چې په ټولنيزو رسنيو کې د يادې پېښې ويډيو خپره او د خلکو سخته غوسه يې راوپاروله.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د لړم په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ عامه نظم پوليسو قوماندان لومړى څارن عبدالبصير د يادې پېښې په تړاو نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، نوموړي د مزار شريف ښار پر اريانا سړک يو ترافيک وهلى ډبولى و او اوس تر جدي پلټنو لاندې دى.

بلخوا د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: (( په کارته اريانا سيمه کې د عامه نظم پوليسو له خوا له يوه ترافيک سره  ناوړه چلند شرموونکى دى.))

سرچينې زياته کړې چې دوى د يادې پېښې مسوولين نيولي او دکورنيو چارو د وزير په لارښوونه پېښه په جدي توګه څېړل کېـږي.

login or register a new account.