کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٨) : د ميدان وردګو والي وايي چې د نامسوول وسله وال قوماندان عليپور د ظلمونو او د خلکو د ځورولو په اړه به له ولسمشر سره خبرې وکړي.
د ميدان وردګو ولايت مقام له خوا د لړم په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ولايت د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدان سيمې قومي مشرانو او سپين ږيرو د ولسوال فضل الرحمن رحيمي په ملتيا له والي مظفرالدين يمين سره وليدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، راغلو قومي مشرانو په سيمه کې له نامسوول وسله وال قوماندان عليپور څخه شکايت وکړ، چې اوس هم پر خلکو ظلمونه کوي، خلک له موتړو ښکته کوي، ځوروی يې اولوټول کوي .
د سرچينې په وينا، خلکو دا هم شکايت وکړ چې عليپور دوه مياشتې مخکې دوه کليوال له موټره ښکته، يو يې وواژه او بل يې بيا تر وهلو ډبولو وروسته خوشې کړى و.
دغه راز خلکو شکايت وکړ چې عليپور په خپل شخصي زندان کې بې ګناه خلک شکنجه کوي.
په خبرپانه کې زياته شوې، راغلو مشرانو له والي وغوښتل چې د دوی دا غږ تر مرکزي ادارې پورې ورسوي .
د ميدان وردګو والي مظفر الدين يمين راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې غږ، ستونزې او غوښتنې به يې يو ځل بيا په جدي ډول له مرکزي ادارې او په ځانګړي ډول تر ولسمشره پورې ورسوي.
والي له خلکو سره ژمنه وکړه چې په خپل بشپړ توان سره له شته امکاناتو څخه په استفادې او مرکزي ادارې په همکارۍ به د عليپور د دا ډول کړنو مخنيوی کوي.
د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې والي له ټاکنو وړاندې مرکزي اداره او په ځانګړي ډول ولسمشر له دې ستونزو په جریان کې کړى و چې عليپور عام خلک له موټرو ښکته کوي او د ولایت د ابادۍ او پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ وي.
سرچينې زياته کړې، ولايتې اداره به د خلکو د پورته نیوکو سره د علیپور موضوع جدي تعقیب او حل کړي.
بلخوا د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک هم په خپله فيسبوک پاڼه کې د عليپور په اړه پوسټ کړى دى.
هغه زياته کړې، د عليپور په نوم د غير مسوولو وسله والو مشر د حکومت په يوه شکمن اقدام کې زنداني او ډېر ژر د ولسمشر د مرستيال سرور دانش په ضمانت له بنده خوشې شو.
login or register a new account.