جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۸): د بادغيس د امنيه قوماندان جنرال شريف الله چمتو د جنازې لمونځ د لړم په درېيمه د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د ځانګړو نظامي مراسمو په ترڅ کې اداء او جسد يې د چکنوريو په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
شریف الله چمتو پرون د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالهادي ترين، د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل، د ولایتي شورا غړو، ملکي او نظامي چارواکو، قومي مخورو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي د ارواښاد جنرال شريف الله چمتو پر وژل کېدو خواشیني وښوده او زیاته يې کړه چې ارواښاد د ملي پولیسو پياوړی، پر هېواد مین او خپلې دندې ته ژمن جنرال و چې د عمر ډېره برخه يې د هېواد او ولسونو د خدمت لپاره تېره کړه.
نوموړي د جنرال شريف الله چمتو مړينه ستره ضایع وبلله، مرحوم ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او د کورنیو غړو ته يې د جمیل صبر هیله وکړه.
هغه زياته کړه: ((د هېواد دښمنان هره ورځ په بېلابېلو پېښو کې زموږ کدرونه په شهادت رسوي، چې دا د هېواد ټولو وګړو سره دښمني ده.))
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترین وويل چې جنرال شريف الله چمتو ملي سرمايه وه او شهادت يې په پوځي برخه کې لويه ضایعه ده.
نوموړي له علماء کرامو غوښتنه وکړه، څو د وسله والو مخالفينو وحشت د اسلام مبارک دين له نظره ولسونو ته تشريح کړي او د دوی ناروا کړنې تحريم کړي.
د بادغيس ولايت د خلکو په استازۍ يوه ځوان خبرې وکړې، شهيد جنرال شريف الله چمتو يې خدمتګار او پر ولس مين منسوب ياد کړ او د ياد ولايت له خلکو سره یې د ډاډګېرنې مراتب شريک کړل.
په پای کې ټولو ګډونوالو شهيد جنرال شريف الله چمتو ته د الله (ج ) په دربار کې د مغفرت او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.
login or register a new account.