کابل (پژواک، ۴ لړم ۹۸): افغان ولسمشر د عدم انسلاک غورځنګ په غونډه کې سوله د افغانانو لومړیتوب بللې، ویلي یې دي چې د دغه غورځنګ اصولو ته په پام باید له افغانستانه د نیابتي جګړې د میدان په توګه ګټه پورته نه شی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د «عدم انسلاک غورځنګ» غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا کړې.
دغه غورځنګ چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، یو نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۶۱ کال کې د سړې جګړې پر مهال جوړ شوی هغو هېوادونو د دغه غورځنګ غړیتوب درلود چې له شرق او غرب سره تړلي نه و او بې پلوه و.
دغه غورځنګ د سړې جګړې تر پای وروسته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د یو راپور له مخې، دغه غورځنګ په ۲۰۱۲ کال کې، ۱۲۰ دولتونو د دغه غورځنګ غړیتوب درلود او ۱۷ ناظر غړي يې هم لرل.
د ولسمشرۍ د ویاند دفتر د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني تېره ورځ د یاد غورځنګ د مشرانو په غونډه کې ویلي چې د نړیوالو تروریستي شبکو منځ مهاله او اوږدمهاله ګواښ مخنیوی د دولتونو ترمنځ د تېر په پرتله زیاتې همکارۍ او انسجام ته اړتیا لري.
ولسمشر غني له تاسیس وروسته د عدم انسلاک غورځنګ د پام وړ لاسته راوړنې یادې کړې، خو زیاته کړې یې ده:« بدبختانه موږ د زیاتو ناکامیو شاهدان هم وو. د پخوانۍ یوګوسلاویا رانسکورېدل او په تعقیب یې قومي تصفیه، دغه راز په روانډا کې ټول وژنه د هغو پېښو له ډلې څخه وو چې د بشري ارزښتونو او انساني وقار نقیضه یې لرله، له ټولو ناکامیو باید دعبرت درس واخلو.»
د هیواد جمهور رئیس وویل، افغانان له څلوېښت کلونو راهيسې له بې نظمۍ او ګډوډۍ سره مخ دي او د وخت د ترټولو سترو فاجعو د ایجاد په خاطر پر میدان بدل شوي او استفاده ورڅخه شوې ده.
هغه زیاته کړه افغانستان د عدم انسلاک غورځنګ غړی او د بې طرفۍ کلک پلوي وو، خو په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي تېري د افغانانو ژوند په وحشتاناک ډول خراب کړ.
ده وویل چې د شوروي د تېري په پایله کې یو نیم میلیون افغانان شهیدان شول، یو میلیون معلول شول، کابو لس میلیونه مهاجر او میلیونونه افغانان په کور دننه بېځایه شول
login or register a new account.