کابل (پژواک،۴ لړم ۹۸):د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سبا (د لړم په پنځمه) به د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې. ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې یې د تلې په ۲۷مه اعلان شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. کمېسیون تخنیکي ستونزې د پایلو د اعلان د ځنډ لامل بللې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګ زیب نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه کمېسیون دارلانشاء د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره درې اوونۍ وخت ټاکلی و، خو د کمېسیون رهبرۍ دغه نېټه رد کړې ده.
ده وویل چې دارالانشاء د نن ورځې تر پایه د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکوي او سبا به دغه نېټه د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکه شي.
د هغه په وینا، د کمېسيون پام دې ته دی چې رڼې پایلې راوباسي، ترڅو ټولو ته د منلو وړ وي، خو که د رایو شمېرنې پر مهال تکراري بایومټریک شوې رایې ډېرې شي، نو د دوی کار ستونزمن کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن