ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د سولې د پلان موخه د طالبانو د ادغام لپاره لارې لټول دي

غني: د سولې د پلان موخه د طالبانو د ادغام لپاره لارې لټول دي

author avatar
28 Oct 2019 - 20:03
غني: د سولې د پلان موخه د طالبانو د ادغام لپاره لارې لټول دي
author avatar
28 Oct 2019 - 20:03

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې د ټينګښت لپاره د حکومت د ٧ ماده ييز پلان موخه په حکومت کې د ظرفيتونو لوړول او د طالبانو د ادغام د لارو چارو لټول دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، دغه خبرې نن مازدیګر د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت له مسوولینو سره په کتنه کې کړې دي.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټيزه کولو او سولې په برخه کې د یاد بنسټ پر برنامو او فعالیتونو بحث او خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت مسوولینو وویل: "غواړو پوه شو چې جمهور رئیس او د افغانستان حکومت د سولې په اړه څه ډول لیدلوری لري او سولې ته د رسېدو په خاطر د کوم ډول عملي لارو په لټه کې دي."

سرچينه کاږي، جمهور رئیس غني په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت له برنامو د قدردانۍ ترڅنګ د باعزته او پایداره سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې او برنامو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې په حواله، نوموړي د باعزته او پایداره سولې د تامین په خاطر د افغان حکومت اووه ماده ییز پلان د تشریح ترڅنګ وویل، د یاد پلان موخه دا ده چې په حکومت کې ظرفیتونه پیاوړي او د طالبانو د ادغام لارې ولټول شي، دغه راز د لومړیتوبونو په ځانګړي ډول د هغو لارو چارو پر عملي کولو چې د ولسوالیو په کچه شخړې له منځه وړي، کار وشي.

ولسمشر د حکومتولۍ پر پیاوړتیا د ټینګار کولو ترڅنګ ویلي: "موږ به په افغانستان کې د جګړې د لاملونو پر ارزونې او پېژندنه لا زیات کار وکړو، دغه راز زموږ لپاره د جمهوریت مسئله او د ښاروندۍ موضوعات زیات مهم دي، ترڅو سوله په واقعیت بدله شي."

سرچينه زياتوي: "په دغه کتنه کې په افغانستان کې د شخړې د دوام پر لاملونو په ځانګړي ډول پر افغان ولس د طالبانو د تحمیلي جګړې په اړه هم بحث وشو."

د ولسمشر وياند صديق صديقي نن پژواک اژانس ته ويلي، د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاينې په خاطر د سولې اووه ماده ييزه نوې طرحه جوړه کړې چې په کې سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو نږدې او عملي لاره شته.

په دې طرحه کې له امريکا غوښتل شوي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره برابره کړي. دغه راز له طالبانو سره اوربند، له پاکستان سره د خبرو پړاوونه او په دغه هېواد کې د ترهګرو د پټنځايونو بندول د دې طرحې مادې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.