ګردېز (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د پکتيا ولايتي شورا د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو ځنډ اندېښمنه کړې او ژر تر ژره د دې پايلو د اعلان غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه تر سره شوې. ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پايلې یې د تلې په ۲۷ مه اعلان شي، خو دا کار ونه شو او د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دغه پایلې په د لړم په ۲۳مه اعلان کړي.
د پکتیکا د ولایتی شورا غړو نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د پايلو ځنډ خلکو ته ګڼې پوښتنې پيدا کړې او که نورې هم وځنډيږي پر ټاکنيزو کمېسيونونو او دغه راز د ټاکنو پر پايلو به د خلکو پاتې باور هم له منځه ولاړ شي.
د پکتیکا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي وویل چې خلک د رايو روڼ شمېر او د سمو رايو پر اساس عادلانه پرېکړې ته په تمه دي او تر دې ډېر انتظار نه شي کولی.
ځاځي وويل:«که پايلې ژر اعلان نه شي، ولس او ټول هغه خلک چې په سختو شرايطو کې يې د ښه راتلونکي لپاره رايه او قرباني ورکړه، ناهيلي کيږي او دا مسووليت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راجع کيږي.»
د يادې شورا غړي تاج محمد منګل وویل، د پايلو له ځنډ سره دا اندېښنه زياته شوې چې ګواکې د خلکو په رايه سودا او د جوړجاړي په پايله کې بيا په برخو وېشل شوی حکومت رامنځته نه شي.
منګل د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو اعلان او په قانوني ډول د نوي حکومت د کار پيل د سولې د خبرو لپاره هم حياتي بولي او وايي چې سياسي ګوندونه او نړيواله ټولنه بايد نوي قانوني حکومت ته د واک په لېږد کې همکاري وکړي.
ده زياته کړه:«د انتخاباتو د پايلو ځنډېدل او ور سره جوخت د سولې د خبرو شروع کېدو، خلکو ته اندېښنه پيدا کړې چې خدای مه کړه نتيجه به اعلان نه شي او بله پروسه به تر سره شي. زموږ غوښتنه همدا ده چې د انتخاباتو پايله بايد اعلان او د نوي حکومت تر واک لاندې د سولې خبرې مخکې لاړې شي.»
د ولايتي شورا بل غړی جنت خان څمکنی هم د ټاکنو د پایلو پر ژر اعلان ټینګا کوي او د ټاکنو په اړه د ځينو ټاکنيزو ډلو وار له مخکې څرګندونې د باور فضا د خرابولو لامل يادوي او ټينګار کوي چې هېڅ داخلي او بهرنی بنسټ بايد د ټاکنو په اړه ناسمې څرګندونې ونه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن