ژبه

لویه څارنوالي: د ټاکنو کمېسیون درې امنیتي منسوبین دې له دندو ګوښه شي

کابل(پژواک، ۸ لړم ۹۸): لویه څارنوالي د ټاکنو کمېسیون د امنیتي سلاکار، د ملکي ساتونکو د مسوول او په دغه کمېسیون کې د یوه موظف سرتېري له دندو د لرې کولو غوښتونکې شوه.

د ټاکنو په کمېسیون کې د یوه ساختمان د دروازې له قفل ماتېدو وروسته یاد کمېسیون د دې موضوع څېړلو په موخه یو پلاوی وټاکه؛ یاد پلاوي د ټاکنو کمېسیون امنیتي سلاکار، د ملکي ساتونکو مسوول او په دغه کمېسیون کې یو امنیتي سرتېری لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

د لویې څارنوالۍ د عامه اړیکو رییس عبدالقهار فرخ سیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د درېیو کسانو د معرفۍ په اړه د ټاکنو کمېسیون لیک، چې د یاد کمېسیون امنیتي سلاکار، د ملکي ساتونکو مسوول او په یاد کمېسیون کې یو سرتېری په کې شامل دي، تېره ورځ دغې ادارې ته د څېړنې او عدلي تعقیب لپاره ور رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې لویې څارنوالۍ د یادې موضوع د څېړنې لپاره د پلاوي ټاکلو ترڅنګ د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي څو د ټاکنو کمېسیون قانون د ۲۳مې مادې د درېیم بند پر اساس، هغوی له دندو ګوښه او د څېړنې لپاره معرفي کړي.

همدارنګه سیر وویل چې د لویې څارنوالۍ اداره، له دندې د یادو کسانو له لرې کولو وروسته د دې موضوع په اړه خپلې څېړنې پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم د تلې په ۳۰مه ادعا وکړه چې ځانګړو ځواکونو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د غړو په مرسته، د شپې له خوا پر ډیجيټلي مرکز برید کړی او د یاد مرکز قفل یې مات کړی دی.

login or register a new account.