ګردېز (پژواک ۱١ لړم ۹۸): د پکتيا د کرکټ لوبغاړي او روزونکي په ګردېز کې د کرکټ لوبغالي د چارو له خراب کيفيت څخه شکايت کوي او وايي، که د لوبغالي پاتې چارې بشپړې نه شي، په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.
له پژواک خبري اژانس سره د شته سندونو پر اساس، هغه مهال چې نسيم الله دانش د کرکټ بورډ عمومي مشر و، د پکتيا کرکټ لوبغالي جوړېدو ته ٧٣٠٠٠٠ امريکايي ډالره منظور شوي و، خو تړون يې په ٢٣٠٠٠٠ امريکايي ډالر وشو او په پاتې پيسو کې د فساد او ناندريو له امله د سوېل ختيځ زون او پکتيا ولايتي مسوولين له دندو لرې او ياده ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
له هغه وروسته د کرکټ بورډ پخواني مشرانو لطف الله مشعل او عزيزالله فضلي هم ګردېز ته په سفر کې د ياد لوبغالي تر سره شوې چارې خورا نيمګړې يادې کړې او ژمنې يې کړې وې چې د جمهوري رياست له لارښوونې سره سم به له سره د چمن کرلو، اوبو سيسټم، سټېنډونو او پويلين جوړولو لپاره ځانګړي شوي يو ميليون ډالر پکتيا کې ولګوي، خو دغه يو کار هم ونه شو.
د پکتيا کرکټ لوبغاړي وايي، له شاوخوا پنځو کلونو راهيسې د ياد لوبغالي د جوړېدو کار پيل شوی، خو په ياده موده کې د لوبغالي يواځې نامنظمه هوارکاري شوې او غير معياري چمن په کې کرل شوی دی.
په دې اړه د کرکټ لوبغاړي سيدعلي د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر يو نيم کال کې په دې لوبغالي کې هېڅ ډول کار نه دی شوی او هر څه په پخواني نيمګړي حالت کې پاتې دي.
ده زياته کړه: ((بايد سم پيچ او وېکټه جوړه شي، دا وېکټه ډېره ضعيفه او خامه ده؛ لږ، لږ ځايونو کې پيچ دی، نور نه دی جوړ. همدارنګه چمن ډېر خراب او کمزوری دی، څو نسله چمن په کې کرل شوی، يو يې يو ډول دی؛ بل، بل ډول. موږ ته بايد سم کار وکړي.))
د لوبغاړو يو تن روزونکی سليمان وايي چې پکتيا په ولایتي، ملي او نړيواله کچه تکړه لوبغاړي لري او سره له دې چې شپږ ځله په کورنيو لوبو کې اتل پاتې شوی، خو برعکس په دغه ولايت کې د کرکټ ودې او پرمختګ ته پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي پژواک ته وويل چې د دې لوبغالي په جوړېدو کې زيات مالي فساد او ناغيړي شوې، چې په خبره يې بايد کلکه پلټنه يې وشي.
سليمان وايي: ((پکتيا ډېر ښه استعدادونه او کرکتټران لري، شپږ وارې چمپين پاتې شوي يو، خو کرکټ بورډ له موږ سره دوه ګونی چلند کوي. موږ دلته نه معياري ميدان لرو او نه معياري اکاډمي.))
بل لوبغاړی احسان الله کمال پر معياري لوبغالي سربېره د سر پټې اکاډمي جوړېدل اساسي اړتيا يادوي او وايي چې په پکتيا کې د واورو له امله لوبغاړي څو مياشتې له تمرين کولو پاتې کېږي.
کمال زياته کړه: ((موږ ډېر زيات ضرورت لرو، موږ يواځې اوري کې تمرين کولای شو، ژمی په کور پراته يو. که د چا اقتصادي وضعيت ښه وي، نورو ولايتونو ته ځي او تمرين کوي.))
يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې، که چېرې دغه غوښتنه يې ونه منل شي، په مدني اعتراضونو به لاس پورې کوي.
login or register a new account.