ژبه

د هندوستان سترې محکمې د تاريخي “بابري جومات” په اړه پرېکړه وکړه

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د هندوستان سترې محکمې د تاريخي "بابري جومات" په اړه پرېکړه کړې چې هلته دې د هندوستانو معبد جوړ او مسلمانانو ته دې د جومات لپاره په هماغه ځاى کې بله ځمکه ورکړل شي.

دغه ځمکه د هندوستان د اترپردېش ايالت په ايودهيا سيمه کې موقعيت لري، څو کاله مخکې سخت دريځو هندوانو پر بابري جومات بريد وکړ او هغه يې ړنګ کړى و، دوى ادعا کوي، چې دا جومات ددوى په عبادت ځاى ( مندر) کې جوړ شوى و.

د هندوستان د سترې محکمې رييس يا قاضي القضات نن د لړم په ١٨مه، ددې تاريخي قضيې پرېکړه واوروله ، په دې قضيه کې پنځو قاضيانو د رايو په اتفاق سره پرېکړه وکړه، چې په اصل کې دلته پخوا د هندوانو معبد و او وروسته پکې جومات جوړ شوى و.

محکمې اړونده ايالتي حکومت ته سپارښتنه کړې چې مسلمانانو ته په هماغه ساحه کې د جومات جوړولو لپاره بله ځمکه ورکړي.

د سترې محکمې رييس قاضي ګوګويى ويلي :(( ددې ځمکې د ملکيت پرېکړه پر مذهبي او عقيدوي  اساس نه ، بلکې پر قانوني اسنادو کېږي.))
د هغه په وينا، د هندوستان د تاريخي اباداتو د ادارې د معلوماتو له مخې، بابري جومات په ١٥٢٨ زېږديز کال پر خالي ځمکې نه و جوړ شوى، بلکې هلته د هندوانو د يوه پخواني عبادت ځاى (مندر) پاتې شونې وې او په دې اړه يې اسناد او شواهد هم وړاندې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې په شپاړسمه پيړۍ کې جوړ شوی جومات د لانجي اصلي موضوع ده. دا جومات په ۱۹۹۲ کال هندوانو ویجاړ کړ چې له کبله یې په تاوتريخواليو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

ډېری هندوان ګومان کوي چې بابري جومات د هندوانو د ویجاړ شوي معبد پر کنډوالو جوړ شوی او ادعا کوي چې دا مسلمانانو دا معبد ویجاړ کړی و.

خو مسلمانان بيا وايي چې تر ۱۹۴۹ کال پورې هغه مهال چې هندوانو د رام مجسمه په دې جومات کې کېښوده، هلته مسلمانانو عبادت کاوه.

په وروستیو لسیزو کې ددغه مذهبي ځای د مالکیت د شخړې پرسر د مسلمانو او هندي مذهبي ډلو پښې محکمې ته يوړل شول.

login or register a new account.