کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٨): ولسمشر غني پردې سربېره چې په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه بولي، وايي، د عامې روغتیا وزارت باید په روغتیايې سکتور کې د اصلاحاتو په خاطر پر یوه پلان کار وکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د هیواد روغتیایي وضعیت او خلکو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول وارزول.
سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، په پیل کې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د عامې روغتیا وزارت د عمومي وضعیت، د روغتیایي روزونکو د زیاتوالي، په ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیایي تشکیلاتو د تنظیم، د روغتیا په برخه کې د انکشافي بودجې د مصرف او د خصوصي سکتور د مقررو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر د خبرو له اورېدو وروسته په دغه وزارت کې د بوديجې پر تنظیم او د بوديجې د شرایطو پر توپير ټینګار وکړ او ويې ویل، د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید د معیارونو په پام کې نیولو سره د عمل سرعت زیات شي.
ده په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ ونه وبلل او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت باید په روغتیايې سکتور کې د اصلاحاتو په خاطر پر یوه پلان کار وکړي.
نوموړي په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو پر کیفیت د تمرکز ټینګار وکړ او ويې ویل، عامې روغتیا وزارت دې د روغتیا په برخه کې د تغییراتو په خاطر هغه شاخصونه وړاندیز کړي چې بوديجې ته اړتیا لري.
غني وویل، موږ د روغتیا په برخه کې د مدیریت سازۍ داسې نظام ته اړتیا لرو چې د موجوده ننګونو ځواب ویونکی وي.
هغه د روغتیایي معلوماتو د سیستم پر ایجاد د ټینګار ترڅنګ وویل، باید پر روغتیایي قوانینو، مقرراتو او لایحو کار وشي او لومړیتوبونه دې مشخص شي.
ده څرګنده کړه، د عامې روغتیا وزارت لپاره دې په هیواد کې د عمومي روغتیا انځور بدلولو په موخه، لارنقشه جوړه شي.
هغه وویل، د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دې پانګوال پانګونې ته وهڅول شي او روغتیایي ښارګوټې دې ایجاد شي.
اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې د درملو پر کیفیت او په دغه برخه کې د پانګونې په اړه وویل، زموږ لپاره د خصوصي سکتور اصلاحات حتمي دي او د بشري ځواک په سکتور کې لومړیتوب لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن