کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): ولسمشر غني د کابل پولیسو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او دغو پولیسو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ چې د امنیت د ټینګښت، له فساد سره مبارزې او اصلاحاتو په برخو کې ځانونه ثابت کړي.
د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د درېیم امنیتي زون د کړنو ارزونو په موخه پرون ماښام په ارګ کې امنیتي غونډه جوړه شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې امنیتي چاراکو خلکو ته د غوره امنیت د ټینګښت او له جرمي شبکو سره د مبارزې په اړه خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
غني د هغوی د راپور له اورېدو وروسته ویلي: «زه او خلک د کابل پولیسو له کړنو خوښ نه یو او تاسو تر اوسه نه یئ توانېدلي چې د خلکو امنیتي ستونزې او د جرمونو کچه راکمه او د قناعت وړ پایلې ترلاسه کړئ.»
سرچینه لیکي چې ولسمشر د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د غوره امنیت د ټینګښت، له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې ځان ثابت کړي.
ولسمشر زیاته کړې: «د خلکو امنیتي ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او د امنیت په تامین کې د خلکو مشارکت مهم دی.»
هغه ویلي: «په کابل ښار کې اوس هم جرایم د خلکو ژوند ګواښي او خلک د خوندیتوب احساس نه کوي. او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو، جرمي شبکو او قانون ماتوونکو پر وړاندې دې جدي اقدامات وشي، د نشه یي توکو د قاچاق او پلور مخنیوی دې وشي او په امنیتي بنسټونو کې دې اساسي تغییرات او اصلاحات راوړل شي.»
ده د پولیسو په لیکو کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات د پرمختګ لامل ګرځي او د ملي پولیسو ښه کارونه باید وستایل شي.
login or register a new account.