کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي، حکومت د سولې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی او تل د بین الافغاني توافق پر بنسټ د ستونزو حل غواړي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې پر امنیتي مسایلو سربېره، د سولې او ټاکنو په اړه هم بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې حکومت د سولې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی او تل د بین الافغاني توافق پر بنسټ د ستونزو حل غواړي.
هغه همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستایلې او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان دښمنان له پوځي اړخه سخت ځپل شوي او د جګړې په ډګر کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د يوه خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار دغه راز د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي کميسيون له غړو سره په کتنه کې ويلي، د پارلمان د ښه نظارت او ملاتړ له لارې کېدلای شي د وسله والو ځواکونو چارې لا ښې او پیاوړې شي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محب په دې برخه کې د مشرانو جرګې رول لا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې جرګه په تېره بیا د خلکو د ملاتړ په جلبولو کې لا ډېر رول ادا کولای شي.
ده زياته کړې، سناتورانو تل په کابل او آن لا لرې پرتو سیمو کې د وسله والو ځواکونو د څارنې او ملاتړ لپاره کار کړی، چې باید درناوی یې وشي.
د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون مشر او غړو ټینګار وکړ چې د نظام په تېره بیا وسله والو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه یې دا ده، چې په سیمو کې د امنیت د لا ښه والي لپاره خپل اړوند نظریات او مشورې ورسره شریکې کړي.
دوی وویل، اړینه ده امنیتي ځواکونه ښه وروزل، تجهیز او حمایه شي، چې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړلای شي.
ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې موثر کارونه پیل شوي او حالت تر پخوا ډېر ښه شوی دی.
login or register a new account.