مزارشريف (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د بلخ ولايت اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د ټاکنيز جنجال په دوام سره د سولې د شته فرصتونو د ضايع کېدو وېره شته.
دوی دغه څرګندونې د لېندۍ په ۱۳مه په مزارشريف ښار کې د سولې په پروسه کې د عامو خلکو د ونډې زياتېدو په موخه جوړ شوي پروګرام کې و کړې.
په بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مسوول سيد عبدالحميد صفوت پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د ډيموکراتيک نظام د دوام لپاره د ټاکنو ترسره کول اړين و.
هغه زياته کړه چې دمګړۍ د ټاکنو مبهم حالت د سولې شته فرصت ته زيان رسولی شي.
صفوت زياتوي چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد خپل مسووليتونه په رښتيني ډول ترسره کړي او روانو ټاکنيزو جنجالونو ته د پای ټکی کېږدي.
د هغه په خبره، يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په هېواد کې د يوه قانوني او ډيموکراتيک حکومت رامنځته کېدو ته جدي اړتيا ده.
د بلخ د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر همدا راز وويل چې د افغانستان تېرو ناکامو تجربو ته په کتو باید د سولې هر ډول مذاکراتو دوام لپاره هېواد دننه زمينه برابره شي.
هغه له طالبانو هم غواړي چې د جګړې پر ځای پر افغاني ډيالوګ او حل لارو فکر وکړي.
د سولې په پروسه کې د عامو خلکو د ونډې زياتېدو موسسې مشر نعمت الله دليلي په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان د سولې په نوم مبهمې او پاشلې غونډې د ګټې پر ځای زيان رسولی شي.
هغه زياته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د سولې په نوم په بېلابېلو هېوادونو کې جوړ شوي کنفرانسونه تر ډېره بريده بې پايلې وو.
د ده په وينا، د سولې په پروسه کې بايد افغانان تر دې حده دخيل وي چې هر څوک ځان د يادې پروسې برخه وګڼي.
دليلي زياتوي، د دوی شبکه هڅه کوي څو په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته معلومات ورکړي چې د سولې او ثبات برخه کې يې همکاري رغوونکی رول لوبولی شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP