ښرنه (پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٨): د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکى مياخان اکا خپلې درې لوڼې هره ورځ تر دوولس کيلومتره لرې واټن پورې پر موټرسایکل ښوونځي ته په دې هيله بيايي چې يوه ورځ به ډاکټرانې شي.
ميا خان اکا په داسې حال کې غواړي چې لوڼې يې ډاکټرانې شي چې په دې وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې يواځې يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي.
٥٢ کلن ميا خان چې د ښرنې د ډنډک کلي په يوه داسې کورنۍ کې لوى شوى چې هېڅ غړي يې زده کړې نه دي کړې.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل، غواړي چې لوڼې يې زده کړې وکړي او ډاکټرې شي، څو د دغه ولايت د خلکو خدمت وکړي.
مياخان خپله ګلکاري کوي خو سره له ټولو اقتصادي ستونزو سره خپلې لوڼې د مرکز ښرنې د نجونو نورانيه ښوونځي ته د زده کړو لپاره بيايي.
نوموړى وايي: ((پکتيکا کې کلتوري او سيمه ييزې ستونزې شته لوستې نجونې نه پيدا کېږي، ښوونځي هم کم دي، خلک پر لوڼو زده کړې نه کوي خو ما له ټولو دغو ستونزو سره سره ځنځير مات کړ او پر لوڼو زده کړې کوم.))
د هغه په وينا، هره ورځ ۱۲ کيلومتره له لرې واټن څخه خپلې لوڼې زده کړو ته بيايي، دوه يې په شپږم ټولګي کې دي او يوه بله يې په پنځم ټولګي کې زده کړې کوي.
مياخان زياتوي، د سهار اته بجې لوڼې ښوونځي ته بيايي او بيا دوولس بجې يې بېرته کور ته وړي.
د دغه ولايت يو مدني فعال عظمت وايي چې په پکتيکا کې خلک اوس د لوڼو زده کړو ته مخه کړې او دا ډول کسان کولی شي په ټولنه کې د نجونو زده کړو ته زمينه برابره کړي.
د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد پژواک اژانس ته وويل، مياخان يو اتل دی ځکه چې د دوولس کيلومتره لرې فاصله کې خپلې لوڼې پر يو موټرسايکل ښوونځي ته بيايي.
هغه زياته کړه چې دوی به د ياد کس مبارزه کله هم هېره نه کړي او هڅه به وکړي چې ورته د زده کړو لا ښه زمينه برابره کړي.
پژواک هڅه وکړه چې د ميا خان له لوڼو سره هم وغېږي، خو بريالى نه شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP