Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې پنځه کسان ټپیان شوي

پل علم (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): په لوګر ولايت کې د دولتي ځمکې پر سر د دوو قومونو ترمنځ شخړه شوې چې په ترڅ کې يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز اړوند د بابوس په سيمه کې يوه لويه دولتي دښته ده چې د بابوس او بشير کلا اوسېدونکي يې د ملکيت پر سر دعوه لري.

هغه زياته کړه: ((له کلونو راهيسې دغه دواړه کلي پر دې دولتي ځمکې دعوه کوي او له يو بل سره مشکل لري، پرون ناوخته يې هم د همدې ځمکې پر سر شخړه کړې چې د دواړو لورو پنځه کسان په کې ټپيان شوي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دواړو کليو اوسېدونکي اوس هم يو بل ته ګواښونه کوي، خو د ولايت مقام له هدايت سره امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د بابوس سيمې يوه قومي مشر عبدالباقي پژواک وويل چې ياده دښته دولتي ده خو دواړه کلي يې خپله بولي او له کلونو راهيسې پرې لانجه روانه ده.

ده وويل: ((حکومت بايد دغه موضوع حل کړي، که چېرې دغه کار ونه کړي، نو امکان لري چې هره ورځ دواړه کلي له يو بل سره وسله واله نښته وکړي.))

د يادونې ده، د نورو ولايتونو په څېر په لوګر کې هم زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده خو د راګرځولو لپاره يې تر اوسه کوم پلان نه دى جوړ شوى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.