ژبه

د ثبات او همپالنې ټېم: د ۲۷ ولایتونو د رایو له بیاشمېرلو پرته د ټاکنو پایلې نه منو

 

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۸): د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ وايي، که د ۲۷ ولایتونو رایې له سره ونه شمېرل شي، د ټاکنو پایلې نه مني، خو ټاکنو کمېسیون وايي چې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې بهیر بشپړ شوی دی.

د ثبات او همپالنې ټېم غړي محمد یونس نواندېش نن د ټاکنو کمېسیون په انګړ کې رسنیو ته وویل، ټاکنو کمېسیون د ۲۷ ولایتونو رایې د دوی او یو شمېرو نورو ټاکنیزو ټکټونو له څارونکو پرته تفتیش او بیاشمېرلې دي او تازه تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا لري.

نو اندېش زیاته کړه: ((څو چې تازه بیاشمېرنه زموږ د ناظرینو په موجودیت کې ترسره نه شي، د ټاکنو پایلې زموږ لپاره د منلو وړ نه دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله درې ورځې وړاندې له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او تفتیش ته اجازه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم دوې ورځې مخکې په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه پيل کړه او تر اوسه یې په جوزجان، پنجشېر، سرپل او تخار ولایتونو کې یاد بهیر بشپړ کړی دی.

ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸مه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو ځینې ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټېم یې پر وړاندې اعتراض وکړ او په اوو ولایتونو کې یې ددغه بهیر مخه ونیوله.

خو د دولت ساز ټېم ناظر عبدالقادر هوتخېل د ۲۷ ولایتونو د رایو د بیاشمېرنې په تړاو د ثبات او همپالنې ټېم څرګندونو ته په اشاره وویل، ثبات او همپالنه ټېم اوس هڅه کوي چې په یو بل ډول دغه بهیر برمته کړي.

نوموړي له ټاکنو کمېسیون وغوښتل چې د قانون مطابق خپله دنده ترسره کړي او اجازه دې نه ورکوي چې څوک دغه بهیر برمته  او د پایلو د اعلان مخه ونیسي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال سید عصمت الله وویل چې د ۲۷ ولایتونو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر بشپړ شوی دی.

هغه روښانه کړه: «د اوو ولایتونو د رایو بیاشمېرنې ته انتظار یو، هر کله چې قانوني مرحلې تکمیل شوې ژمنه کوو او ډاډ ورکوو چې لومړنۍ پایلې اعلانوو.»

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ د پنجشېر ولایت د رایو د بیاشمېرل شوو او تفتیش شوو رایو د پایلو د فورم د تطبیقانو د بشپړېدو خبر ورکړی او ویې ویل، ټاکل شوې د سرپل او جوزجان ولایتونو د پایلو فورمونه هم نن کمېسیون ته ورسېږي او کار پرې پیلېږي.

هغه وویل، تر راتلونکو څلورو ورځې د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ کېږي.

د یاودنې وړ ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې خو لومړنۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.