کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ٩٨): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د پنجشېر ولایت د ابشار سړک جوړولو پروژې په ګډون ۴۹ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې
له ارګه د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه پرون ماښام د ولسمشرۍ په مشرۍ جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، د اجنډا مطابق په غونډه کې پر ۵۴ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو چې په پاېله کې له ۹ میلیارده د زیاتو افغانیو په ارزښت۴۹ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.
ولسمشر د مچلغو بند جوړولو پر پروژې د بحث پر مهال په تېر کې د دې پروژې په اړه د مسوولینو پر کم کارۍ خپله نارضایتي وښوده او د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مسوولینو ته یې وویل، د دې پروژې په مدیریت کې دې جدي عمل وکړي؛ ځکه خلک د دغه بند بشپړېدو او ګټې اخیستلو ته منتظر دي.
خو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت اړوند په خوست ولایت کې له ۴۰۳ زره متره مربع څخه په زیاته ساحه کې له ماین او ناچاودو توکو څخه د ۱۳ سیمو د پاکولو پروژه، د داوطلبانو ترمنځ د سالم رقابت د ایجاد په خاطر رد شوه.
سربېره پر دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند په دوو زونونو کې شاملو کابل، میدان وردګ، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، بامیان، خوست، غزني، زابل، کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د نوري فایبر د ټرانسمېشن وسایلو او نورو اړوندو تجهیزاتو د چمتو کولو په ګډون د نوري فایبر او مسي مزو د غځولو او کيندلو پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزولو او اړینو سندونو د وړاندې کولو په موخه بېرته وروګرځول شو.
ولسمشر غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، له اړوندو ادارو سره دې د کندو او کندنکارۍ برنامو په تطبیق کې واردمخه لازمه همغږي او ګډې هڅې وکړي، ترڅو له دې امله د رامنځته شويو اضرارو او چاپېریالي زیانونو مخنیوی وشي.
همدارنګه د ملي اردو د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو (واحدونو) د اړتیا وړ ۱۰۹ قلمه ظروفو او د پخولو (مطبخ) تجهیزاتو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد غوښتنه، د داوطلبانو ترمنځ د لا زیاتو سیالیو په موخه د کمېسیون لخوا رد شوه.
وروسته ملي تدارکاتو ادارې د کټواز رسوبي حوزې د لوړ کیفیت مقناطیسي خدمتونو او جاذبوي هوایي سروې پروژې په اړه د ملي تدارکاتو له کمېسیون د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون په دې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتیب ملي دفاع وزارت، د یو قلم ډبرو سکرو د برابرولو او تدارک پروژې په اړه ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون په دې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.